کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد د ژغورنې او تحول تګلار لري؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

 

 

په ۲۱ مه پیړۍ کې افغانان هم د نورو ویښو ملتونو پشان حق او وړتیا لري چې د واک لیږد، د نا دیموکراتیکو بڼو لکه پوځي کودتاوو، پاڅونونو او یا نورو مذهبي ــ سنتي ډولونو ( د بېلګې پتوګه حل او عقد شورا ) اویا د لنډمهاله حکومتونو پرځای، د پراخه ولسي ټاکنو له لارې پلي کړي.

 

 

د افغانستان په نږدې تېر تاریخ کې له ټاکنو پرته، افغانانو د واک لیږد نورې ډېرې بڼې ازمایلی چې نه یوازې د افغانانو د وخت غوښتنې يي نه دي حل کړي بلکې افغانستان يي له شتو ستونزو سربېره، د نویو ننګونو او سترو ګواښونو سره مخ کړی دی!

د پوره خوښۍ او پوهیدو وړ ده، د خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره، دا دی دریم ځل افغانان بیا د واکمنۍ لپاره د ټولټاکنو له لارې تیاری نیسي. د ټاکنو له لارې د دولتي واک د لیږد پخلي، د ټولو هغه کورني ځواکونو او پردیو دا تمه شنډه کړه چې د ټاکنو د نه پرځایکېدو لپاره يي ډول ډول پلمې رازیږولې او په افغانانو کې يي د واک لیږد نورې نیمګړې او له دوده لویدلې بڼې تبلیغولې.

افغانستان پخپل تاریخ کې له سخت پړاو څخه تیریږي. ددې پړاو لویه ځانګړه پر افغانستان د تروریزم په نوم تپل شوی جنګ دی. د ترهګریزه جګړې پای، سولې ته پوریوتل، د امنیت ټینګښت ، د افغانانو پوخلاتوب، خپل هیواد ته د افغاني کډوالو بېرته راتګ او پر یوې چرګۍ د ټولو افغانانو راغونډېدا، د نن شېبې د ملي تګلار مهمې برخې جوړوي. ټاکنې باید داسې واکمنۍ ته لار اواره کړي چې هغه د یادو او افغانانو ته د نورو پرتو ستونزو په حل کې مرسته ورسوي. افغانان له ټاکنو څخه نه یوازې داسې واکمنۍ ته اړتیا لري چې روانه وضعه له دې نوره بدتره نه کړي بلکې وضعې ته داسې پرمختیا او ادامه ورکړي چې په پای کې ټولنه کې له بیخچن تحول سره مرسته وکړي.

موږ د راروانو ټاکنو لپاره په نوماندانو او ټیمونو کې د یاد شویو دریواړه لورو بېلګې په ډاګه وینو. داسې نوماندان او ټیمونه شته چې غواړې روانه وضعه نوره هم شاته یوسي، افغانستان د ۹۰ کلونو شخړو او جګړو ته ورټېل وهي، د هغو پردیو ځواکونو لپاره د تبر لاستی شي چې د افغانستان په تجزیه کې خپلې ستراتيژيکې ګټې لټوي. دوهمه ډله هم وینو چې د افغانستان په روان حالت بسیا کوي، د روان ناورین ساتل غواړي چې دوی پکې تل واکمن وي، د دوی په اند افغانان د بل او ښه حالت وړتوب نلري، عاصي او دوزخ، افغانان او همدا حال!

خو له نیکه مرغه دریمه ډله هم شته چې دوی نه یوازې د روانې وضعې لابدترې او ساتل نه غواړي بلکې د ټولنې راتلونکې پرمختګ ته هم لیواله دي او هم ورته عملي او علمي تګلار لري.

له نوماندانو او ټیمونو سربېره، دا د ژمنو افغانانو دنده او مسولیت دی چې دریواړه ډلې د هغوی په ټول ترکیب ، هویت ، تګلارو او موخو سره یو په یو افغانانو ته وروپيژني.

د ټاکنو موخه یوازې دا نه ده چې واکمني کې څېرې بدلې او نوې شي اویا په څېرو بشپړه شي بلکې په ټاکنو کې باید واکمنۍ ته د رسیدونکو ډلو تګلارې او موخې حلاجي شي او د هغو په ټولو خواو رڼا واچول شي. که موږ خپل ټول ځواک او وخت یوازې د نوماندانو او څېرو په پيژندنه ولګوو او د هغو تګلارو او موخوته لږ ارزښت ورکړو او پرې سرسري تېر شو، موږ به ښې ټاکنې ونلرو او پایلې به يي ناوړه وي!

بې له پیلامي ویل کېدای شي چې د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو د ۲۷ نومندانو په منځ کې د اشرف غني او د هغه د ټیم نوم، د ټولو افغانانو د ژبو پر سر، د هر مجلس نقل او د خبرو منځټکی جوړشوی دی. ټاکنو ته د اشرف غني او د هغه د ټیم دریدا، د بل هر نوماند او ټیم پرځای، ډېر ژر د هغه د پلویانو او بلخوا د هغه د مخالفینو د تودو خبرو، څېړنو او شننو جوګه شو او دا خپله څرګندوي چې دې ټیم حتی له پیله ځان د ټاکنو د مخکښ او ښايي ګټونکي ټیم پتوګه د افغانانو په وړاندې رامطرح کړی دی. بې ځایه نه ده چې زیاتره رسنۍ او په هغې ډله کې ۸ صبح، اشرف غني او د هغه ټیم د ټولټاکنو اصلي محور او ګټونکی ټیم راپيژني.

که موږ د اوس شېبې لپاره، د ټاکنو له نورو ټیمونو څخه چې ډېرکي يي د هیواد د راتلونکی لپاره کومه عملي اوعلمي تلل شوې تګلار نلري او حتی ځینې يي له ملي تګلارو سره مخالفت او دوښمني هم لري، تېر شو د اشرف غني ټیم ښايي یوازینی ټیم وي چې د ادامې او تحول په نوم د هیواد راتلونکې لپاره یو څرګند دریځ او عملي تګلار لري.

دې ټیم څه مهال وړاندې د ملي میثاق په نوم د افغانستان په حالاتو یوه څېړنه وړاندې کړه چې په حقیقت کې د هیواد د راتلونکې لپاره د یوې تګلار بڼه لري. دا تګلار په بېلا بېلو بریښناپاڼو کې خپره شوې او په اسانه ترلاسه کېدای شي.

د ډېرو په اند د افغانستان غوندې جګړه ځپلې او روسته پاتې هیواد لپاره تر دې ښه تګلار چې هغه هم په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوالو سلو پوهانو په منځ کې د دوهم لوی نړیوال پوه شخصیت لخوا او هغه هم د افغانستان لپاره لیکل شوې وي، په بل ځای او ټیم کې نه شي ترلاسه کېدای.

که له ما څوک پوښتنه وکړي چې چا ته باید رایه ورکړل شي، زما سپارښتنه به لومړی د نوماند او ټیم د څرنګوالي پرځای، د ټیم تګلار وي.

ښايی د اشرف غني پر ټیم یوازینۍ دا نیوکه وي،چې هغه ولې پخپل ټیم کې جنرال دوستم ته ځای ورکړی؟

خو که چیری جنرال دوستم یا بل هر افغان د اشرف غني د ټیم تګلار مني او هغه پلې کوي، نو بیا خبره نورو دعوو ته نه پاتیږي. جنرال دوستم به راتلونکې کې د اشرف غني د ټیم ملګری وي او هغه تګلار به پلې کوي چې هغه ملي میثاق کې په ګوته شوې ده. په دې تګلار کې د هیواد ټولو مبرمو غوښتنو او پوښتنو ته علمي ځواب ویل شوی دی او جنرال دوستم دې تګلار ته ژمن دی.

اوس پوښتنه دا ده، هغه ټیمونه چې نه تګلار لري او نه اراده، اشرف غني د تګلار له کبله نه شي غندلی نو دوی ته یوازې د هغه د ټیم په ترکیب د غندنې خبره پاته کیږي. یوازې دوستم نه، که بل هرڅوک د افغانستان په یووالي، د سولې په بسیا او د هیواد په ښېرازۍ او د افغانانو په سوکالۍ کې لومړی ګام پورته کړي، باید دوهم او دریم ګام ته وهڅول شي. دوستم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې په تېرو جګړو کې د زیانمنو او کړېدلو کورنیو څخه بخښنه وغوښته او دغه يي یو بل زړور ګام بللای شو.

تر اوسه بل هیڅ کوم پخواني جګړه مار، داسې بخښنه نه ده غوښتې، نور جګړه مار دې د دوستم په پل پسې ولاړ شي.

په ټاکنو کې هر ټیم چې د افغانانو په یووالي کې راتلونکی افغانستان ګوري او د داسې افغانستان لپاره علمي او عملي ګام پورته کوي، افغانان به په هغو پسې ولاړ شي.

 

د اشرف غني ملي اقدام:

د ټاکنو د نوماندانو منځ کې اشرف غني لومړی نوماند دی چې په یوې ملي اوعلمي تګلار او په کور دننه او نړیواله کچه دعلمي او کاري تجربو سره، ولسمشرۍ ټاکنو ته راوړاندې کیږي. اشرف غني د مالیي وزیر، د کابل پوهنتون رییس او را وروسته، له ایساف ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک په لیږد کې د بهیر د مشرپتوګه، خپله پوهه او کاري تجربه په بریالیتوب او نیکنامۍ سره پلې کړېده. د مالیي وزیر په مهال يي عواید او ګمرکات مرکزي کړل. پولي واحد، افغانۍ يي له مرګوني حالته راوویسته او بېرته يي د ګاونډیو هیوادو له پولي واحدو سره سیاله او حتی مخکې کړه. غني په نړیواله کچه هم د یوه ستر افغانپوه او نړیوال شخصیت پتوګه پيژندل کیږي.

که څه هم تېرځل د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې هغه د کرزي په وړاندې ماتې وخوړه او په نوماندانو کې څلورم راغی، خو اوس په۲۰۱۴ کال کې د نوموړي د بریالیوب لپاره چې کرزی نور نوماند نه دی او افغانانو هم د یوه ناکام دولت پنځ کلن پير تجربه کړی، شرایط د هغه لپاره مساعد شوي ښکاري.

بلخوا نورو کاندیدانو کې یوهم د غني پشان علمي او ملي سیالتیا، نړیوال علمي مخورتوب او سیاسي کریزما نلري. که دا ټول، د غني په مشرتوب دهغه د ټيم ښېګڼې او ارزښتونه ګڼل کیږي، خو د هغه ټاکنیز سیالان او نور سیاسي او اندیښنوي مخالفین به غني او د هغه ټیم، د ټاکنو تر وخت او له هغه روسته ترپرلپسې حقو ناحقو نیوکو او بریدونو لاندې نیسي.همداراز د افغانستان پشان په سنتي او مذهبي ماحول کې به د هغه لیبراله اندیښنې او تګلارې هم بې سردرده نه وي!

د لومړي مرستیال پتوګه د جنرال دوستم په ملتیا، پرغني د بېلا بېلو شخصیتونو او کړیو سپورې ستغې هم زیاتیږي، خو جنرال دوستم پخپل یو بېسارې اقدام سره د تېرو لسیزو جنګونو د زیانمنو کورنیو او قربانیانو څخه رسمآ بخښنه غوښتې او د هغه دغه اقدام څرګندوي چې د غني ټیم د سمون او تحول لپاره له دې نورهم زیات څه، په چنټه کې لري. که څه هم ځیني سیاسي عقدیان( نه د قربانیانو کورنۍ ) د دوستم دغه اقدام یو سیاسي چل انګیري خود هغه دغه اعتراف که په هره موخه شوی وي، یو زړوراقدام دی چې نور جګړه مار يي هم باید تعقیب کړي. که دغه اقدام د قربانیانو غوسه او د غچ حس بشپړ نشي سړولای، بیا هم نیکمرغه پيل يي ګڼلای شو.

په نورو ټاکنیزو ټیمونو کې هم د ډاکوانو او قاتلانو شمېر کم نه دی، اوس د هغوی وار دی چې د ملت په وړاندې، لږتر لږه د خپل جنایت په نه تکرار، ټینګار وکړي او رسمآ عفوه وغواړي. خو د جمعیت ګوند یو مشر، اسماعیل خان چې د جنایتکارانو په لومړۍ لیکه کې ځای لري او اوس په ټاکنو کې د یوه بل ډاکو عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال دی، بي بي سي ته وايي « د بښنې غوښتلو اړتیا نه وینم »

اوس د جنرال دوستم او اسماعیل خان د دوه بېلا بېلو دریځونو په اړه قضاوت، لوستونکو ته پریږدم!

په ټولټاکنو کې یوه لویه موخه باید دا وي چې د هغو پای کې په کوردننه د بېلا بېلو ایتنکي، مذهبي، ژبني او سمتي توپیرونو ترمنځ شته واټن لږ شي او ټاکنې د ملت په یووالي کې له مخکې زیاتې ګټورې تمامې شي. دغني ټیم په دغه برخه کې هم، تر نورو مخکې ګڼل کېدای شي!

څه مهال وړاندې د بلخ والي، عطامحمد نور د دوستم په تړاو ویلي وو چې نوموړی یو ملي خاین دی، غل او چپاولګر دی او له هغه څخه طالبان په وارونو وارونو ښه او بهتر دي. خو پوښتنه دا ده چې خپله عطامحمد نور بیا څوک او څه دي؟ دا چې ویل کیږي نوموړی یو میلیارد ډالر شتمني لري، پوښتنه دا ده چې دا یو میلیارډ ډالرعطا له کومه کړل؟ ایا عطا خپله غل، چپاولګر او قاتل نه دی؟ ایا عطا د دوستم پشان زړه او غیرت لري چې لږ تر لږه د افغان ملت په وړاندې ووايي چې ده هم په قتلونو اوجنایتونو کې برخه درلوده، پښیماني ښکاره کړي او له ملت څخه بخښنه وغواړي!

دوستم چې تر پرونه پورې د نظارشورا او جمعیت، د سمتي او ملي ضد ګټو په محور، هغه هم په توطیو او چلوټو سره تېرایستل او لوبول کېده او د میدان پهلوان ګڼل کېده او هغه مهال ددوی لخوا ښاغلی او منلی ګڼل کېده، خو نن چې د ملي ګټو او سراسرۍ ملي غوښتنو لپاره د غني په څنګ کې دریږي، د دوی په وړاندې یوازیني غل، چپاولګر او قاتل بلل کیږي!؟

که نظارشورا او جمعیت د خپلو تنګو ګټو لپاره داسې څه تبلیغوي، په هر تقدیر، خو هغوی چې په بېخبرۍ او ناپوهۍ د نظارشورا او جمعیت په داسې ناولې لوبه ورګډیږي، د اندیښنې او پوښتنې وړ ده. هغوی چې د غني او دوستم په منځ کې د بېلتون هڅه کوي، له روغه نیته نه ده اوهیڅکله داسې هڅې افغانانو ته د ښېګڼې له مخې نه شي ګڼل کېدای.

دلته په ځانګړي توګه، هغه په اصطلاح پښتانه روشنفکران هم مخاطب کوم، چې د لوی غني په وړاندې د مخالفینو او دوښمن په تبلیغ ورګډ دي او خپلې پښې او ریښې پخپله وهي!

چې کاڼې اخلې، ځان پرې ولې ملامت څوک دی؟ شرم او خجالت څه ته وايی!

په داهسې ځای چې وخت د نام و ننګ دی

دا بې ننګه پښتانه که څه رفتار

خوشحال بابا

بلخوا د غني ټیم د کوم ځانګړي قوم ګټو او ښېګڼو ته نه دی بېل شوی، دا یو ملي ټیم دی، په ټولو افغانانو پورې اړه لري او د افغانانو ملي او سراسري ګټې په پالي. د هیواد تاجک وروڼه چې پنجشیرۍ نظارشورا او جمعیت برمته کړي، دا څو لسیزي يي لوشې، په برخلیک يي لوبې او جواري کوي، د نورو افغانانو ترڅنګ يي ویني او زويي زبیښي او له ټولو سره يي مواجه کړي، باید د دغو غلو او داړه مارو څخه د خلاصون لپاره د غني پر ټیم راټول شي!

که دوی د یوې وړې سیمې درغلګرو ته بیا بیا رايي ورکړي، ځان د نورو افغانانو په وړاندې لا تجریدوي او خپلو رواګټو ته پخپل لاس، لوی تاوان رسوي!

بلخوا بلاخره جنرال دوستم وپوهید چې څو لسیزې نظارشورا او جمعیت د ملي او سراسري ګټو په وړاندې وجنګاوه او نور پر دغه لار چې پای يي ترکستان ته رسیږي، نه ځي. په یوه ټیم کې د غني او دوستم ملتیا د محدودو ګټو لپاره نه ده، بلکې هلته د هیواد او ټولو افغانانو لويي ګټې په پام کې دي.

د جګړې پای، د سولې بسیا او د وسلوال اپوزیسیون سره د خبرو تګلار د بل هر ټیم پرځای د غني ټیم ښه پرمخ بیولای شي. غني خپله کولای شي له دې ډګره بریالي راووځي.

د هیواد د مالي او اقتصادي ګډوډې وضعې بیا رغاوی او ځوانانو ته کارځای، د اقتصادپوه اشرف غني په تګلار کې انځوریدلای شي.

ښه به دا وي چې بېلا بېل ټاکنیزټیمونه، د مخالفت او اپوزیسیون پرته، د اشرف غني پر شاوخوا راټول شي او پخپل داسې یووالي سره د افغان سوکالۍ او د هیواد ودانۍ لپاره، مرکزي پیاوړی دولت جوړکړو!

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۱۰ مه

 








October 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات